یوازې په باړه کې ۶۰ کسان ورک دي، تور یې د پاکستان پر پوځ او استخباراتو لګیدلی

comments 0

1 Views

هندوکش ــ پاکستان: د ورکو کسانو د موندلو فعال عالمزيب مسيد وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د باړې په غونډه کې تر ۶۰ زياتو داسې کسانو نومونو ورکړل شوي چې خپلوان یې د ورکېدو ادعا کوي.
غورځنګ د ډېسمېبر پر ۲۷مه نېټه د خيبر ضلع په باړه کې جلسه وکړه چې پکې داسې کسانو هم ګډون وکړ چې په لاسونو کې يې د خپلوانو تصويرونو نيولي ول چې د دوی په ادعا ورک دي.
د پښتنو په سيمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال د لادرکه کسانو موندل او عدالت ته د حاضرول د پښتون ژغورنې غورځنګ له مهمو ِغوښتنو څخه يوه ده.
د غورځنګ په هره جلسه کې د لادرکه کسانو خپلوان موجود وي او د پي ټي اېم مخکښ عالمزېب مسيد په ځانګړې توکه له دغو کسانو سره ويني او مالومات غونډوي.
نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۸مه وويل چې د باړې په جلسه کې یې تر ۶۰ زياتو کسانو نومونه او نور تفصيلات درج کړل چې د ده په وينا، لادرکه دي.
د ده په خبره، دا يوازې په باړه کې د دومره کسانو د لادرکۍ ادعاوې دي او د ده په فکر، ښايي د خيبر ضلعې په نورو سيمو لکه لواړګي (لنډي کوتل)، ميدان او تيرا کې به هم ډېر خلک ورک وي.
نوموړي زياته کړه چې د باړې د ورکو کسانو ځينو خپلوانو په دې اړه هغه مالومات ورنکړای شول چې د لادرکه کسانو په اړه په نړيواله کچه د منلو وړ وي.
د ده په خبره، غورځنګ هڅې کوي چې د لادرکه کسانو په اړه نړيوال معيار پر ځای کړي، لکه په دې کې د ورک کس او د هغه په اړه د درخواست ورکوونکي شناختي کارډونه او اقرارنامه شامله وي.
د باړې په جلسه کې احسان ګل هم له عالمزېب مسيد سره د خپل پلار د لادرکۍ مالومات درج کړل.
نوموړي وويل چې ۶۶ کلن پلار خانيم الله د ۲۰۱۹ز کال د جولای پر ۲۹مه په علي مسجد کې له خپل کوره د خاصه دارانو او د ده په ادعا، د استخباراتي ادارو کسانو يووړ.
د احسان ګل په وينا، هغه مهال دوی ته دا و نه ويل شو چې پر پلار يې د کوم جرم تور دی.
نوموړی وايي چې په تېرو شاوخوا څلور نيمو کلونو کې يې د پوځ او حکومت له يو شمېر چارواکيو سره ليدلي خو د ډاډ ورکولو با وجود يې د پلار درک نه دی لګېدلی.
پر حکومتي کچ لا هم د احسان ګل د دعوې تصدیق نه دی شوی.
ګل وايي چې د لادرکه کسانو له حکومتي کمېشن سره يې هم د خپل پلار د ورکېدو رپورټ درج کړی.
۳۱ کلن احسان ګل په اسلام اباد کې له نړیوال اسلامي پوهنتونه (اسلامک انټرنیشنل یونیورسټي) درس ويلي او دا مهال د پېښور زرعي پوهنتون څخه اېم فل کوي خو وايي “ملګري مې په نوکريو پسي ګرځي او زه د ورک پلار په موندلو پسې ګرځم.”
هغه له تېرو څو کلونو راهيسې د پلار په لټون سهار له کوره ووځي او ماښام ناکام کور ته ستنېږي.
“ماښام چې کور ته ستون شم نو خويندې او د کورنۍ نور غړي پوښتنه راڅخه کوي چې د بابا څه درک و نه لګېد، د چم ګاونډ خلک هم دا تپوسونه کوي چې له دې سره مو غم هره ورځ تازه کېږي.”
احسان ګل وايي چې د دوی په کور کې مړی نشته خو وير پکې د مړي وي.
“زموږ يوازينی غوښتنه دا ده چې د پلار جرم دې راته وښوول شي، تش ملاقات مو دې ورسره وکړل شي او بیا چې څه سزا وي هغه دې ورکړي.”
د سوات او نورو قبايلي سيمو په څېر په خيبر ضلع کې هم د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال وسله وال تنظيمونه فعال ول چې پر ضد يې په وار وار پوځي عمليات شوي دي.
د پوځ او وسله والو ترمنځ نښتو پر مهال په لکونو خلک بېکوره شوي، کورونه یې ويجاړ او ګڼ شمېر ولسي وګړي یا خو ووژل شوي يا لادرکه شوي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشري حقونو نړيوال سازمانونو د پاکستان پر استخباراتي او امنيتي ادارو تور پورې کوي چې د دوی په وينا، د خلکو په لادرکه کولو کې لاس لري.
د دې هېواد په عدالتونو کې د لادرکه کسانو په اړه ګڼې قضیې هم تر اورېدنې لاندې دي.
عالمزېب مسيد وايي، اوس هم له دوی سره له پښتني سيمو څخه له ادعا سره سم د ورکو ۳،۵۰۰ کسانو نومونه ثبت دي.
البته د ده په وينا، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې ۱،۵۰۰ ورک کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي هم دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments