ینس سټولټنبرګ: د طالبانو هڅې استراتیژیکي اهدافو لپاره ناکام شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – بروکسل: د ناټو منیشي (ینس سټولټنرګ) تیره ورځ د ناتو دفاع وزیرانو په غونده کې وویل چې طالبان په افغانستان کې خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته په رسېدو کې ناکام شوی دي.
تیره ورځ سټولټنبرګ له خبریالانو سره خبرو کې وویل، طالبانو ته یې پیغام دادی چې ناټو به په افغانستان کې پاتې شي او د افغان ځواکونو لپاره به روزنه، ملاتړ او مرسته برابره کړي، څو دغه ځواکونه وتوانېږي طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې وجنګیږي.
ینس زیاته کړه، طالبان چې په دې څه کې وول د ولایتونو مرکزونه تر کنترول لاندې ونیسي او خپل استراتیژیک اهداف پلي کړي پکې پاتې راغلي او اوس پر عامو خلکو بریدونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم نوموړي په داګه کړې وو چې دا سازمان به افغانستان د افغان ځواکونو د مرستې او ملاتړ د هڅو د پیاوړي کولو لپاره درې زره اضافي سرتېري واستوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply