ینز سټولټنبرګ په افغانستان کې د خپل حضور د نه کمولو خبر ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ناټو عمومي منشي وایي، د مسکو هڅې بايد د افغان سولې پروسې په ملاتړ ترسره شي.
هغه دغه راز زیاته کړې، ناټو به د داخلي بريدونو له امله په افغانستان کې خپل حضور کم نه کړي. د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې کابل ته د سفر پر مهال په یوه مرکه کې کړې دي.
نوموړي ويلي چې ده پخپلو ليدنو کې يو ځل بيا له افغانستان سره د ناټو او متحدينو د دوامداره همکاريو ژمنې تازه کړې او ډاډ يې ورکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې به افغانستان يواځې پرې نه ږدي.
هغه دغه راز ویلي، د ټاکنو په دې پروسه کې ځينې تېروتنې وشوې، ځينې نيمګړتياوې او ستونزې وې او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې دا نيمګړتياوې هوارې شي.
هغه هيله څرګنده کړې چې ولسمشريزې ټاکنې پر وخت سره ترسره شي او ولسمشر غني په دې اړه ډاډ ورکړى.
سټولټنبرګ په مسکو کې د جوړېدونکې غونډې په اړه وويل چې د دې غونډې اجنډا تر اوسه معلومه نه ده، ځکه دوى پرې ډېر څه نه شي ويلى.
هغه زياته کړه چې ناټو او متحدين يې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوي او د روسيې په ګډون نور هېوادونه هم بايد دغه لاره تعقيب کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments