یمن الظواهري پاکستان کې دی

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د سي ای اې تازه موندنې ښيي چې د القاعده شبکې رهبر ایمن الظواهري ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته قبایلي سیمو کې پټ دی
فاکس نیوز د دغه موندنو له مخې لیکلي چې د القاعد شبکې مشر د شمالي وزیرستان په یوه غرنۍ سیمه کې پټ دی.
د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۶ کې د شمالي وزیرستان شاوال سیمه کې یوه پټنځای باندې چې ګومان کېده ظواهري پکې پټ وي برید ترسره کړ خو په ظاهره برید بریالی نه و.
هغه شمېرې چې تراوسه د ظواهري امر لاندې کسانو په اړه د امریکا له لوري وړاندې شوې شاوخوا څلور زره تنه کسان دي چې په ټوله سیمه کې فعالیت لري.
له دې سره داسي ویل کیږي چې دمګړۍ القاعده شبکه کې تر ټولو زیات صلاحیت د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن پوري اړوندیږي.
حمزه بن لادن دیرش کاله عمر لري چې امریکا د نوموړي په اړه د اطلاعاتو ورکولو لپاره یو میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments