یخني په موسم کې کومې میوې ګټور دي

comments 0

0 Views

میوه او شنه سبزي دکال په ټولو موسمونو کې دانسان د صحت لپاره ګټوره ده؛ خو ځنې میوي او نور خوراکونه چې به خپل ذات کې ګرموالی او یخوالی لري باید په خوراک کې یې احتیاط وکړل شي ځنې میوې وي چې په ظاهره یخه وي خو په باطن کې بدن ته ګرموالی ورکوي.
مونږ دتازه میوي ام ښه مثال لرو چې په ظاهره یخ خو په باطن کې ګرم دی ، دارنګه انځر که هرڅو په اوبه کې یخ کړل شي خپله په اصل کې ګرم دی .
اکثر طبیبان ددرمل ورکولو سره مریض ته دسبزی او تازه میوې د خوراک وینا کوي ؛ خو پخوانیو طبیبانو به اکثر موسم ته کتل چې د کوم موسم میوه به په باطن کې ګرمه وه او دمریض دمرض د زیاتوالي سبب ګرځیده نو د پرهیز لارښوونه به یې کوله.
اوس چې یخ موسم دی که څوک روغ وي او که خدای مکړه مریض وي د وچې میوې خوراک ورته ډیر ګټور دی پدې موسم کې دخوراک خوند او لذت دګرمۍ د موسم په نسبت زیات وي .
هګۍ ، سوپ ، غوښه ، د غوښې ښوروا ، آش ، لوبیا ، شلغم او … دا ټول د یخنۍ په موسم کې ګټور خوراکونه دي هغه څوک چې زکام او یخنۍ وهلي وی دشلغم خوراک ورته ډیر ګټور وي ، دا رنګه په اوچه میوه کې چارمغز ، بادام ، وچ توت ، وچ انځر ، قاق ، جنغوزي او … که دیوې خوا میوه ده د بلې خوا پوره ( خواړه ) هم دی .
که ممیز او چار مغز د وس مطابق په ژمي کې یې خوراک وشي دذهن او زړه په قوت کې زیاتوالی راولي .

Share this page to Telegram

Comments