یتیمو ماشومانو سره د نږدې یو میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو او معلولینو ریاست په هلو ځلو د بشري مرستو ټولنې په همکارۍ د جلال اباد ښار اړوند ۷۳ تنو یتیمو ماشومانو سره د نږدې یو میلیون افغانیو نغدي مرسته وشوه .
د معلوماتو له مخې په یاده مرسته کې هر یتیم ماشوم ته یوولس زره درې سوه اتیا افغانۍ ورکړل شوې،چې ټولو ماشومانو ته د اته سوه یوویشت زره شپږ سوه شل افغانۍ مرسته شوې .
د یو بل خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو او معلولینو رئیس عبدالحکیم شیرزاد تر مشرۍ لاندې د ماشوم ساتنې عملي اقدام شبکې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه،چې په کې د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی وو.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *