یاماماتو: د نړیوال ذهن افغانستان کې سولې ته تیار شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: نوموړي دا څرګندونې تیره ورځ ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خبرو کې کړي دي.
د نوموړي په وینا، تېر کال اوربند هیله بښونکی و، خو تر هغه وروسته ۱۲ میاشتو جګړو افغانانو سخت ځورولي دي.
دده په خبره د سولې په برخه کې هیلې ټوکېدلي دي، د نړیوالو ذهن د سولې هوکړې رامنځ ته کېدو ته تیار شوی دی او دغه رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه کړل شي.
هغه همدا راز پر ټولو اړخونو غږ کړی چې په افغانستان کې دې په سوله او ټاکنو کې پراخه همکاري وکړي. دده په خبره راتلونکې تاکنې ښيي چې افغانان سولې او ولسواکۍ ته ژمن دي.
تادامیچي پر نړیوالو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په برخه کې هم د افغانستان ملاتړ وکړي او په دغه هېواد کې د روان وضعیت په سمولو او سولې راوستلو کې خپله همکاري و نه سپموي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments