یاسین سالک قادري د ګلوبک کلاسیک اتلولي خپله کړه

comments 0

126 Views

هندوکش – چین: د افغانستان د بدن د ښکلا نړیوال اتل احمد یاسین سالک قادري پرون شپه د ګلوبل کلاسیک په نړیوالو سیالیو کې هم اتلولي وګټله.
د ګلوبل کلاسیک ۲۰۱۸ کال سیالۍ پرون او وړمه ورځ د چین په مکاو ټاپو وزمه کې وشوې.
دا لوبې د بدن د ښکلا د نړیوال فدراسیون له‌خوا ترسره شوې.
احمدیاسین سالک قادري د لوبې تر ګټلو وروسته په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا اتلولي د کندهار د پخواني امنیه قوماندان سترپاسوال عبدالرازق اچکزي روح او کورنۍ ته ډالۍ کوي.
یاسین قادري تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په مغولستان هېواد کې د نړۍ د اماتور سیالیو اتلولي هم ګټلې وه.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments