ګیلاس او ګتې

comments 0

0 Views

د الله جل جلا له له نعمتونو څخه یو بهترین نعمت هغه سره ګلاس دي، دغه ګلاس رومیانو ته ورته سور رنګ لري په دغو ګیلاسو کې داسې مرکبات کشف شوي دي چې عمر خوړلو کسانو مغزو ته ډیره ګټه رسوي.
يو څېړنه ښي چې د پخو ګیلاسو جوس باید زیات عمر لرونکو کسانو ته ورکول شي، په دغه جوس کې داسې مرکبات شته چې یاداښت قوي کوي، عکس العمل او نورو اعصاب منظم ساتي.
د امریکا آف ډیلاور پوهنتون ساینس پوهانو د ګیلاس د ګټې معلومولو په پار په ۳۴ تنو چې عمرونه يې ۶۵ او ۷۳ کلونو تر مینځ ول داسې څیړنه وکړه، لومړی يې دا په دوه ګروپونو وویشل بیا يې لومړي ګروپ ته چې دوئ خبر نه ول سهار او ماښام د ګیلاس ۴۸۰ ملي لیتره جوس ورکاوه او دغه کار ته یې تر ۱۲ هفتو دوام ورکړ له دولس هفتو وروسته يې له دواړه ګروپونو هغه ګروپ چې د ګیلاس جوس یې څښلو او هغه چې نه يې څښلو یو ټیسټ واخیستلو دغو کسانو چې د ګیلاس جوس يې څښلو د سترګو په ازموینه کې ۲۳ فیصده ښه والی راغلي وه ظاهراً تندرسته معلومیدل عصبي ډول منظم ښکاریدل خو هغه دوهم ګروپ چې د ګیلاس جوس نه وه ورکول شوي څه خاص بدلون پکې نه تر سترګو کیده.
رومي ته ورته سور رنګه ګیلاس چې پولی فینولز، میلانین او اینتهوسائنین په خپل ځان کې لري د دماغو فعالیت زیاتوي نو ځکه پوهان دغه سره ګیلاس عمرخوړلو کسانو لپاره توصیه کوي.

Share this page to Telegram

Comments