ګیزاب ولسوالی ته افغان کمانډو ځواکونه رسېدلي او چاڼیز عملیات یې پېل کړي دي.

comments 0

97 Views

هندوکش – ارزګان: د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالی حکومتي چارواکې وايي چي دغې ولسوالی ته افغان کمانډو ځواکونه رسېدلي او هلته یې د خلکو له کورونو د وسله والو طالبانو په ایستلو پېل کړی دی.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندي وسله والو طالبانو پر ګیزاب ولسوالی ډله ییز بریدونه وکړه چي د افغان ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ سوه.
وسله والو طالبانو دوه اونۍ وړاندي پر دغه ولسوالی له څلورو طرفونو ډلییز بریدونه پېل کړه څو دا ولسوالي سقوط کړي خو د افغان امینتي او دفاعي ځواکونو د سخت غبرګون سره مخ سوه چي طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم واوښته.
د ګیزاب ولسوال عزت الله لطیفي وايي چي سیمي ته تازه دمي افغان کمانډو ځواک رسېدلی څو د کلیو او بانډو څخه طالبان وباسي او خلکو ته امن ژوند جوړ کړي.
لطیفي وايي اوس مهال افغان کمانډو او نور امنیتي سرتیرې د تعرض په حال کې دي، طالبان د افغان ځواکونو سره د مقاومت توان نه لري او دا مهال افغان کمانډو او نورو افغان ځواکونو نا امنه سیمو کې چاڼیز عملیات یې روان کړي دي.
د ولسوال په خبره پلان لري هغه سیمې هم د وسله والو طالبانو له ولکې وباسي چي د تیرو پنځو کلنو را پدېخوا پکي طالبان واکمن وه او خلک یې د ستونزو سره مخ وه.
ولسوال زیاتوي چي جګړه اوس مهال سوې، د طالبانو لخوا د ګیزاب ولسوالی د سقوط خوب په سیند لاهو سوی او دوی د دې ولسوالی ټولو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چي ژر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مټ دغه ولسوالي له طالبانو پاکه سي.
روزګان کې د پخوا په پرتله اوسمهال د افغان ځواکونو عملیاتونه چټک او بریالي سوي چي افغان حکومتي مسوولین یې لوی لامل د افغان ځواکونو مسلکیتوب او زړورتیا یادوي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments