ګومل کې پرطالبانو هوایي برید شوی

comments 0

5 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ په چهاربران سیمه کې شل طالبان د هوایي برید پرمهال وژل شوي دي.
د پکتیکا امنیه قوماندان محمدعظیم هاشمي وایي، دا برید تېر ماسپښین د طالبانو په یوه مرکز شوی.
د امنیه قومندان په خبره، برید کې د طالبانو مهم کسان هم وژل شوي چې ورسره به ګومل کې نسبت وضعیت ښه شي.
هلته ځایي اوسیدونکي وايي، هوایي برید کې د حقاني شبکې مهم کسان وژل شوي چې د دولت ضد ورانکارې کړنې به یې ترسره کولې.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments