ګوتریش: د انتخاباتو په وسیله به افغانستان یو دیموکراتیک نظام ته ننوځي

comments 0

58 Views

هندوکش – امریکا: په ملګرو ملتونو کې انتونیو ګوتریش ویلي چې، له ټولو ښکېلو اړخونو غواړو چې ټول افغانان، ښځې او نارینه پرېږدي چې خپلې رايي وکاروي.
د ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې د عمومي منشي انتونیو ګوترش له قوله ویل شوي، دا ځکه مهمه ده چې افغانستان هڅه کوي یوه ټول شموله دیموکراتیک نظام ته ننوځي.
ګوترش ویلي، د رایې ورکولو پر مرکزونو او کارکوونکو بریدونه د منلو نه دي. بل لور ته افغان چارواکي وايي، د نننیو ټاکنو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په نننیو ټاکنو کې د درغلیو مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی او د ټکنالوژۍ پر مټ کولای شي، د خیالي او څو ځلې رایو پېژندنه وکړي
پر همدې مهال امنیتي مسوولینو د دغو ټاکنو د خوندیتوب ډاډ ورکړی او له خلکو غواړي چې ټاکنو کې ګډون وکړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments