ګوتریش: تیر میلادی کال نړۍ په کچه سل خبریالان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: رسنیو ته په خبرو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي دا خبرې څرګنده کړي دي.
د ملګروملتو عمومي منشي انتونیو گوتریش وایي، په تېر میلادي (۲۰۱۸) کال کې د نړۍ په کچه ۱۰۰ خبریالان وژل سوي دي.
نومړي د رسنیو د ازادۍ د نړيوالي ورځي په مناسبت غوښتي چې د خبریالانو قاتلین او مجرمین باید محاکمه سي او اندېښنه یې ښودلې چې پر خبریالانو د حملو نه تعقیب او مجرمینو ته سزا نه ورکول د اندېښنې خبره ده.
د هغه په خبره ازادې رسنۍ د سولي، عدالت، پرمختیا او بشري حقوقو لپاره حتمي او لازمي وسيله ده.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د رسنیو د څار مسوولین وايي، چې افغانستان د رسنیز فعالیت لپاره مناسب چاپیریال نه دی او له همدې امله یوازې په تېرو دوو کلونو کې دوه سوه رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي.
د ځینو تړل سویو رسنیو مسؤلین تاییدوي چې اقتصادي ستونزې او د حکومت نه پاملرنه عمده لاملونه دي چې یوه رسنۍ له فعالیته ګوښه کېږي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments