ګوترش: د تاوریخوالي کموالی او اوربند کول سولې ته رسېدو هيلې زیاتوي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ امریکا: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، بين ‌الافغاني خبرو په افغانستان کې دايمې اوربند او تلپاتې سولې ته هيلې زياتې کړې دي.
نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلو پرانيستونکو خبرو کې هيله څرګنده کړه، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
ګوترش زياته کړه، د سولې داسې پروسه چې په هغه کې د ښځو، ځوانانو او د جګړې د قربانيانو غږ واورېدل شي، تلپاتې سولې ته هيلې زياتوي.
نوموړي دوحه کې د بين‌ الافغاني خبرو پيلېدل يو ستر او مهم ګام بللی او په خبره يې، دا پرمختګ له کلونو وروسته شوی دی.
د نوموړي په باور بالاخره به دا خبرې اوربند او سولې ته رسېږي.
نوموړي داسې مهال دا څرګندونې کړې، چې د سولې خبرو سره هممهاله طالبانو په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راوستی او هيله یې ښودلې چې د دغو خبرو په پایله کې به افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او تلپاتې سوله به رامنځته شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments