ګلف نندارتون کې افغان تولیداتو ته ښه بازار موندنه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – دوبی: افغان صادروونکو د ګلفووډ نندارتون په درې ورځو کې د څه باندې ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه کړي دي.

د دوبۍ په نړیوال سودګریز مرکز کې د ګلفووډ نندارتون کې د افغانستان کرنیز محصولات د بهرنیو سوداګرو او پانګوالو د خوښې وړ ګرځېدلي دي.

کرنې وزارت وایي، تردې دمه په نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادروونکو او سوداګرو ترمنځ د څه باندې ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي دي.

زعفران، انځر، بادام، ممیز، طبي بوټي او یو شمېر نور کرنیز تولیدات په دغو قراردادونو کې شامل دي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي تمه لري، چې تر نن پنجشنبې ماښامه پورې به د افغان صادروونکو او بهرنيو پانګوالو ترمنځ د قراردادونو ټولیز ارزښت ۵۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.

محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments