ګلبدین: بې بایومیتریکه رایې موږ نه منو

comments 0

377 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې بې بایومتریکه رایې باطلې اعلان کړي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې حاکمو ټیمونو په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده نو ځکه باید کمیسیون شفافیت او قانون ته ژمن وي.
دده په وینا د قانون له مخې یوازې هغه رایې د باور وړ دي، چې بایومتریک شوې وي. حکمتیار ټینګار کوي، چې دوی ته هم یوازې بایومیتریک شوې رایې د منلو دي او هغه حکومت به هېڅ وخت و نه مني، چې په درغلۍ جوړ شي.
حکمتیار ادعا کوي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزو ټیمونو پراخه درغلي کړې ده او د ټاکنو کمیسیون باید سمې او ناسمې رایې سره جلا کړي.
خو حکمتيار پخپله تذکره چي سټکر اورباندي نه وه لکول شوي رايه استعمال کړه ايا داسي راي دمنلو وړدي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments