ګلبدين: واک ته د رسېدو لپاره د نورو لارو په کارولو کې پوره تجربه لرو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ګلبدین حکمتیار چهارشنبه د ټاکنیزو کمپاینونو په وروستۍ ورځ خپلو پلویانو ته ویلي دي، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې یوازینی حریف درغلي ده او خبرداری یې ورکړ، چې دوی دې نورو لارو ته نه هڅول کېږي. هغه ویلي واک ته د رسېدو لپاره د نورو لارو په کارولو کې پوره تجربه لري.
د ګلبدين حکمتیار همدې نظام ضد څرګندونو نړیوال را پارولي دي چې په پیل کې د جرمني سفیر پيتر پروګېل په یوه ټوېټ پیغام کې سخت غبرګون ښکاره کړی دی او ویلي دي ډیموکراټیکې پروسې د ګډونکوونکي په توګه د حکمتیار دا ډول څرګندونې د منلو وړ نه دي دده پر وینا د تاوتریخوالي جوړولو لپاره د حکمتیار واضح خبرداری ددې لامل کېدای شي چې نوموړی د نوماندانو له لېست و ايستل شي.
د جرمني سفیر پر اړوندو ارګانونو غږ کړی چې د حکمتیار یادې څرګندونې په هر اړخیزه توګه وڅېړي او په اړه یې قانوني اقدام وکړي.
د ګلبدین حکمتیار دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول توندې څرګندونې کوي، بلکې د سه شنبې په ورځ یې هم ویلي وو که د ټاکنو پایله د درغلیو له مخې څرګنده شي؛ نو له سنګر څخه راغلی او بېرته به سنګر ته ولاړ شي.
ګلبدین حکمتیار خپلې ټاکنیزې ډلې ته په ډاګه وویل چې ریښتینو پاکو رایو ته باید درناوی وشي؛ که درناوی ورته ونشي؛ نو بېرته به له خپلو ملګرو سره د جګړو تودو سنګرونو ته ولاړ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments