ګلالۍ اسماعیل ممنوع الخروج اعلان شوه

comments 0

1 Views

هندوکش – پاکستان: ګلالۍ اسماعیل له پاکستانه د وتلو بندیز لګېدلی.
د پاکستان ISI د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې په تازه اقدام کې د دې غورځنګ پر یوه فعاله ګلالۍ اسماعیل باندې د پاکستان څخه د وتلو بندیز لګېدلی دی.
ای اېس ای په نوموړې تور لګولی چې په بهرنیو هېوادونو کې د غورځنګ د چارو د ښه مخ بیولو په موخه یاد غورځنګ ته مالي مرسته راټولي او د پښتنو ذهنونو مخشوشوي. نوموړې د اکتوبر په میاشت کې هم یوځل د پاکستاني استخباراتو له لوري په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شوه چې غوښتل یې لندن ته لاړه شي.
هغه مهال ګلالۍ په ټولنیزو رسنیو کې راښکاره شوه چې د ISI دغه کار د پښتنو د سخت غبرګون سره مخ شو او له حکومته یې د اسماعیل د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه.
نوموړې بیا سم دستي پرته له دې چې پولیسو ته حوله شي له اتو ساعتونو بند وروسته راخوشي شوه .
ګلالۍ اسماعیلپه هغه وخت کې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غوځنګ یا (PTM) په دې وروستیو کې خپلوو مبارزو ته زور ورکړی او په بنو کې جلسه یې یو له لویو غونډو څخه وه ، خو د یادې غونډې پای ته رسېدو وروسته زیات شمېر ګډونوال د پاکستاني استخباراتو له لوري نیول شوي دي.
په نیول شویو کې ښځې ماشومان او سپین ږیري هم شامل دي .
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments