ګردیز کې پر طالبانو هوایي برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: راپورونه وایي، پکتیا کې هوايي برید درې طالبان ووژل.
د پکتیا پولیس وايي، برید تیره شپه مرکز ګردیز اړوند چوڼۍ سیمه کې شوی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وايي، برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې وژل شوي ټول طالبان دي.
د یو بل خبر له مخې افغان ځواکونو د څمکنیو ولسوالۍ ساقي خیلو کلي کې له یوه کور څخه یو هاوان او پنځه فایره مرمۍ تر لاسه شوي.
ځايی خلکو هم تایید کړې چې په هوایي برید کې د طالبانو مهم کسان وژل شوي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments