ګرجستان: د افغان سولې په مذاکراتو کې د امریکا د هڅو ملاتړ کوو

comments 0

27 Views

هندوکش ــ کابل: د ګرجستان دفاع وزير ايراکلي ګاريباشويلي چې افغانستان ته په سفر راغلی دی، په افغانستان کې یې له دېره ګرجستاني سرتېرو سره کتلي دي.
ګاريباشويلي ويلي، د افغانستان د سولې په مذاکرو کې د امريکا متحده ايالتونو د ونډې هرکلى کوي.
د ګرجستان دفاع وزیر ډاډ ورکړی چې هېواد به یې نړيوالې سولې او ثبات ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ګرجستان پوځيان چې ماموريت يې تر ډېره پر امن او د چټک غبرګون پر هڅو متمرکز دى، د کابل په شمال، بګرام هوايي اډه او د مزار شريف په مارمُل پوځي کمپ کې دېره دي.
ګرجستان چې د ناټو پوځي تړون همکار هېواد بلل کېږي، په افغانستان کې يې دا مهال د پوځيانو شمېر ٨٧١ تنو ته رسېږي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پوځي ماموريت پر مهال تر اوسه د ګرجستان ٣٢ پوځيان وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments