ګراهم: پاکستان ته دې د همکاریو په بدل کې امتیاز ورکول شي

comments 0

2 Views

هندوکش – امریکا: امریکایې سناتور لیندسي ګراهم ويلي، په افغانستان کې سوله د امریکا لپاره ډېره مهمه ده او که پاکستان په دې برخه کې مرسته کوي، د ازادې سوداګرۍ امتیاز دې ورکړل شي.

ګراهم ویلي، پاکستان په افغان سوله کې مهم رول لري او باید د دغه هیواد چارواکي په افغانستان کې د سولې راوستلو ته وهڅول شي.

هغه د ټرمپ بهرنۍ پالیسي ستایلې او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدا د امریکا په ګټه ده او باید د سولې د خبرو لار هواره شي.

په دې وروستیو کې امریکا هڅه کوي چې د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو په مرسته پاکستان د افغانستان په سوله کې مثبت رول لوبولو ته وهڅوي.

فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments