ګاوندي هېوادونه د قطر غونډې ته تمه لري

comments 0

1 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستان او چین په دوحه کې د روانو خبرو مثبتو پایلو ته په تمه دي.
اسلام آباد او بیجنګ په ظاهره له روانو خبرو ملاتړ کوي او دې ته په تمه دي چې یادې خبرې بریالي سټیچ ته ورسیږي.
په کور دننه بیا تحلیل دا دی چې د خبرو ځنډ ممکن د دواړو لورو تر منځ په ځینو مسایلو کې د نظر اختلاف وي چې په مثبتو او منفي پایلو منتج کېدای شي.
دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې په پنځلسمه ورځ هم روانې وې، خو د نورو ورځو په څېر بیا هم هر څه پټ و.
طالبان او امریکایان یوازې د خبرو مثبت والي ته اشاره کوي، او د رسنیو لپاره نور څه د ویلو نلري.
د سیمې هېوادونه چې د افغان سولې په برخه کې مهم اړخونه بلل کیږي، د روانو خبرو پایلو ته خوشبینه دي.
تمه ده چې نن سې شنبه به دوحه کې د پنځم پړاو روانې خبرې پای ته ورسیږي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments