کینزي: د طالبانو بریدونه د اندېښنې وړ دي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ امریکا: د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مک کینزي ویلي،چې د افغان حکومت پر وړاندې د وسلوالو طالبانو تاوتریخوالی او بریدونه خورا ډېر شوي او دا مسله د اندېښنې وړ ده.
هغه څرګنده کړې،چې موږ خبر یو چې پر افغان ځواکونو د وسلوالو طالبانو بریدونه زیات شوي دي.
دهغعه په وینا، طالبان د هوکړې له مخې اړ دي چې تاوتریخوالي کم کړي او د تاوتریخوالي ډېریدل د هوکړې څخه سرغړونه ده.
ده زیاته کړه، واشنګټن هر څه ته ژمن دی او پر هغوی یې غږ کړی چې تاوتریخوالی زر تر زره کم کړی او بین الافغاني خبرو ته د باور وړ فضا رامنځته شي.
تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو له طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده، خو دغې ډلې د افغان حکومت او امریکا غوښتنې تر اوسه نه دي منلې.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments