کیله د سترګو لید ثابت ساتي

comments 0

0 Views

کوښښ وکړئ چې د ورځې یوه کیله وخورئ، ترڅو د همېش لپاره روغې سترګې ولرئ.
په کیله کې داسې څه شتون لري چې کولای شي د عمر له زیاتوالي سره د سترګو د لید د کموالي خطره کموي.
کیله Carotene کیروټين نومې مواد له ځان سره لري او همدا مواد چې کله د انسان بدن ته داخل شي نو په ويټامین اې بدلیږي، او ویټامین اې د سترګو لپاره تر ټولو اړین مواد دي.
ځينې څېړنې دا ښيې چې کروټين د سرطان ځينې مرضونه، د وینې د شریانونو ناروغۍ او د شکر له ناروغۍ څخه انسان ژغورلای شي.
ډاکتران وايي چې تاسې د ورځې یوه کیله وخورئ او د همېشه لپاره صحتمند واوسئ.

Share this page to Telegram

Comments