کچالو ، روغتیایي ګټې او زیانونه

comments 0

0 Views

کچالو یا (الوګۍ) په افغانستان، پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو کې تر ټولو زیات کر بوټی دی چې خلک ترې په پراخه پیمانه استفاده کوي.
کچالو په زیاته اندازه ویټامین اې، بي ، سي او معدني مواد لري .
.کچالو د ویټامینونو له امله د زړه د ناروغیو له پاره ښه اغیزمن خواړه دي .
همداراز په کچالو کې د فسفر په نامه موادهم شتون لري چې جنسي توان تقویه کوي او دماغي سیستم ته هم پیاوړی کوي.
کچالو د اسهالاتو د مخنیوي له پاره اغیزمن خواړه دي او تر څنګ یې د خامو کچالو اوبه د معدې د زخم لپاره زیاتې ګټې لري چې کولی شي د ماشومانو اسهال هم کنترول کړي.
روغتیا پالان وایي؛ که څوک خام کچالو میده کړي او له زیتونو سره یې ګډ کړي د بواسیرو لپاره زیاته ګټه لري.
که څوک ۳۰ ګرامه د کچالو پاڼې او ګلان په یو لیتر اوبو کې جوش کړي د عصبي حملو او د مثانې او ګردې د کاڼې په لمنځه وړلو کې ښه ثابیتدای شي .
همداراز، که څوک میده شوي اومه کچالو پر سطحي سوځیدلي ټپ په ورځ کې څو ځله کیږدي اغیزمن تمامیدلی شي.
او که و ایشول شي او بیا په نیمه ګرم حالت کې پر هغه هډوکي چې مات یا اوښتي وي یا هم غوښې چاود کړی وي، کیښودل شي زیاته ګټه ورته لري.
که غواړۍ کچالو ویټامین سي له لاسه ور نه کړي، نو کوښښ وکړئ هغه له پوستکي سره پاخه او بیا ترې پوټکی لرې کړئ.
زیانونه یې ؛

تازه را شنه شوي کچالو او ډیر زاړه چې وراسته هم وي مه پخوئ له ګټې یې زیان ډیر ده.
کچالو تیغ یا سترګې لري چې په هغه کې د سولانین په نامه خطرناکه ماده شتون لري باید په پوست کولو کې د هغې لرې کولو ته دقت وشي.
د کچالو زیات خوراک فکري ځواک ختموي او همداراز که سم پاخه نه شي او یا هم د برګر په څیر په غوړیو کې پاخه شي، په هاضمه کې ستونزې را ولاړولی شي.
شنه کچالو مه خورئ ځکه هغه د اسهال دزیاتوالي او د استفراق راوستلو سبب ګرځي او ترڅنګ یې ګڼې نورې ستونزې هم پیدا کوي.

Share this page to Telegram

Comments