کونړ: ۳۹ داعش وسله ‌وال حکومت ته تسلیم شوي

comments 0

3 Views

هندکش ــ کونړ: د کونړ چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د داعش ډلې لسګونه وسله ‌وال حکومت ته تسلیم شوي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وویل، دا ډله چې په څوکۍ ولسوالۍ کې یې فعالیت کاوه د دولتي ځواکونو د فشار په نتیجه کې تسلیم شوه.
ښاغلی مصمم زیاتوي: “۳۹ تنه داعش وسله‌ وال چې یو مهم قوماندان او درې ډل‌ مشران په ‌کې شامل دي د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې یې ترورېستي فعالیت کاوه چې د امنیتي ځواکونو د فشار په نتیجه کې دولت ته تسلیم شول.”
ښاغلي مصمم زیاته کړه چې د داعش ډلې له نورو وسله‌ والو سره هم کار روان دی او په راتلونکو ورځو کې به د دې ډلې نور غړي هم حکومت ته تسلیم شي.
له دې مخکې په ننګرهار ولایت کې هم سلګونه داعشیان له خپلو کورنیو سره حکومت ته تسلیم شول او افغان چارواکو په روان هجري لمریز کال کې د داعش ډلې پر وړاندې بریا اعلان کړه.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments