کونړ کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ: د کونړ غازي اباد ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال پنځه طالبان وژل شوي دي.
کونړ کې د دویمې پلې لیوا قوماندان جنرال میرویس ساپی وايي، هوايي برید د غازي اباد ولسوالۍ شال سیمه کې شوی دی.
ساپی وايي، عملیاتو کې افغان کومانډو ځواکونه هم برخه لري.
بل خوا یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې هوایي برید له ۱۴ زیات وسله وال وژلي.
میرویس ساپی وایې عملیات یې لا هم روان دي، او داسمار او غازي اباد ولسوالۍ ترمنځ دغزیدلې لارې د امن کولو په هڅه کې دي.
له څو ورځو راهیسې دا څویم ځل دی چې کونړ کې هوایي بریدونه کیږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments