کونړ کې سرتېرو خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کونر: کونړ کې د افغان ځواکونو د ملي ورځې په نمانځغونډه کې سرتیرو د وسلوالو مخالفینو د ځپلو ډاډ ورکړ.
سرتېرو له حکومت غوښتنه کړې په وخت دې تجهیزات ور ورسوي او دوی چمتو دي چې دښمن ته سخته ماتې ورکړي.
سرتېرو د خلکو له همکارۍ مننه کړې او باور یې ښودلی چې د خلکو همکاري کولای شي د دوی کار نور هم اسانه کړي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی د افغان ځواکونو سرښندني نه هیریدونکي بولي او د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.
کلیمزي له کونړیانو غوښتنه کړې چې د خپلو سرتېرو ترشا ودریږي او وسله والو ته اجازه ور نه کړي چې شوم پلانونو ته ورسیږي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *