کونړ کې د پآکستان یرغل او له داخلي دښمن اندیښنه/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

دا څویم ځل دی چې کونړ کې پاکستان پر افغان خاوره یرغل کوي او له سخت ځواب سره مخ کیږي، افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د پاکستان د هر برید ځواب ووایي خو دا چې داخلي دښمن له پاکستان سره مرسته کوي، همدې چارې افغان ځواکونو ته اندیښنه پيدا کړې.
پاکستان په طالب ملیشو باندې ډیورنډ ته څېرمه ټولې سیمې لړلي او کله هم چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه کیږي، طالب ملیشې د پاکستاني ځواکونو سره همکاري کوي.
طالب ملیشې یا پر افغان ځواکونو له شا برید کوي او یا ورته لار کې ماینونه ږدي چې تازه دمي ځواکونه ور و نه رسیږي، دا به لومړی ځل نه وي چې افغان ځواکونه له ورته ستونزې سره مخ کیږي، بلکې تکراري ډول باندې کله چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پيل شي، طالب ملیشې د پاکستان په ګټه کار کوي.
ډيورنډ کرښې ته اکمالات او سرتېرو سره مرسته کول اسانه دي، خو دا چې طالب ملیشې دې وخت کې دنده لري چې تازه دمي ځواکونه و نه رسیږي، د افغان ځواکونو کار یې سخت کړی دی.
طالب ملیشې یا لار کې ماینونه ږدي او پر افغان ځواکونو اکمالاتو باندې بریدونه کوي چې دا خود به خوده له پاکستاني ځواکونو سره مرسته او همکاري ده.
کونړ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ نښته نن ورځ یو څه ارامه شوې؛ خو د جګړو له امله یوه مېرمن شهیده شوې او څلور نور ملکي وګړي ټپيان دي، دا د پاکستاني ځواکونو هغو راکټي بریدونو کې قرباني شوي چې افغان خاورې باندې يې کوي.
دا جګړه د یکشنبې پر درې نیمو بجو وروسته له هغې د دواړو لوریو تر منځ پیل شوې، چې کله پاکستانۍ غاړې په صفري نقطه کې پوځي تحرکات پیل کړل، افغان پوله ساتو ځواکونو یې مخه نیولې ده.
جګړه د ناړۍ اړوند دوکلام صفري نقطه کې شوې؛ خو د پاکستاني غاړې د هاوان مرمۍ د ولسي وګړیو پر کورونو لګېدلي.
پاکستاني غاړې په زبردستۍ د پوستو جوړولو هڅه کوله؛ خو افغان ګډو ځواکونو یې د ولسونو په ملتیا مخنیوی کړی.
پاکستانیو ځواکونو پر افغان پوځیانو لومړنۍ ډزې کړي، چې افغان سرتېرو او ولسونو په ګډه دفاع ته وردانګلي دي.
پر ډیورنډ فرضي کرښه وخت ناوخت د پاکستانۍ غاړې او افغان ځواکونو تر منځ د هغې غاړې د تحرکاتو له امله اخ و ډب رامنځته کېږي.
تراوسه د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې افغان ځواکونه پر پاکستاني ځواکونو لاس بري دي او د شل پاکستاني عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.
افغان ځواکونه په لوړ احساس، اسلامي او وطنۍ مینه له پاکستاني ځواکونو سره جګړه کوي او هيڅکله به اجازه ور نه کړي چې یو قدم مخکې راشي.
د افغان ځواکونو تر څنګ عام افغانان ولاړ دي او ډاډ یې ورکړی چې هر کله به له خپلې خاورې د دفاع لپاره د خپلو ځواکونو تر څنګ وي.

Share this page to Telegram

Comments