کونړ کې د لشکرطیبه څلورغړي نیول شوي دي

comments 0

36 Views

هندوکش ـ کونړ: د کونړ د پوليسو مشر وايي،چې په دغه ولايت کې یې د عملياتو پر مهال د پاکستان د لشکر طيبه څلورغړي نيولي دي.
ډګروال محمد يوسف مظلوميار رسنيو سره په خبرو کې وویل،چې نیول شوي کسان د دغه ولايت سرکاڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال نيول شوي دي.
کونړ ولایت چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته پروت دی، تر ډېره پکې د پاکستان سخت دریځې ډلې فعالیت کوي چې د افغان حکومت پر ضد جنګيږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments