کونړ کې د تذکرو مراجعین زیات شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – کونړ: کونړ کې له ننګونو سره ـ سره زیات خلک د تذکرو اخیستو لپاره مراجعه کوي.
د کونړ د نفوسو د احوال او ثبت اداره وایي، یواځې د ټاکنو لپاره له دیرش زرو زیاتو کسانو د نفوسو د احوال او ثبت ادارې ته مراجعه کړې او تذکرې یې اخیستي دي.
که څه هم کونړ کې طالبان او داعش ډله دواړو په ټاکنو کې د خلکو د ګډون مخالفت کوي، خو خلکو پریکړه کړې چې راتلونکو ټاکنو کې به پراخ ګډون کوي.
د کونړ د ټاکنو کمېسیون تراوسه د ټاکنو لپاره د نوملیکنې دقیق ارقام نه په ډاګه کوي، خو باور لري چې د خلکو لیوالتیا زیاته ده او په زیاته اندازه خلکو نوم لیکنه کړې.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments