کونړ کې ددعش ترهګرې ډلې اوه کسان وژل شوي دي

comments 0

420 Views

هندوکش – کونړ: هندوکش خبري سرچینې ته یوې باوري سرچینې ویلي چې د افغان امنیتی ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د دولت ضد داعش وسله والې ډلې اوه کسان وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا، تیره شپه د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د کنړ ولایت، څوکۍ ولسوالۍ، د دیوه ګل دری برچمبیل کلې کې د داعش په دوو مرکزونو شپنې عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کی ېي د داعش تنظیم (۶) تنه وسلوال وژل شوي .
سرچینې په وینا، یادو علمیاتو کې د یادې ډلې دوه فعال مرکزونه ېي په بشپړ ډول له منځه وړل شوی ، او یو نفر د امنیتی ځواکونو لخوا د داعش تنظیم سره د اړیکو درلودلو په تور له ځان سره هم نیول شوي دي.
د یادو مرکزونو څخه یوه زیرمه چې پکې مختلف النوعه سلاح، مهمات، او یو مقدار انفجاریه مواد د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي چې په یاده سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
په ترسره شوی عملیاتو کی ولسې خلکو او امنیتی ځواکونو ته مالی او ځانی زیان ندي اوښتی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments