کونړ کې داعشیان واکسینو ته اجازه نه ورکوي

comments 0

527 Views

هندوکش – کونړ: کونړ کې داعش وسله وال د پولیو واکسینو تطبیق ته اجازه نه ورکوي.
هلته د واکسینو نه تطبیق له کبله تازه د ګوزڼ دوه نورې پېښې ثبت شوي چې انديښنې یې زیاتې کړي دي.
که څه هم د حج اوقافو وزارت د جوماتونو ملا امامانو ته لارښوونه کړې چې د واکسینو په تړاو خلکو ته مالومات ورکړي، خو بیا هم اولس زره ماشومان له واکسینو پاتې کیږي.
د کونړ په هغو سیمو کې ماشومان له واکسین پاتې کیږي چې داعش وسله وال پکې ځای ځای فعالیت کوي.
اوس ځايي خلک له دولت غواړي چې داعش ضد عملیات وکړي چې ماشومان د ګوزڼ له ګواښ وژغورل شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments