کونړ: وسله وال د واکسینو اجازه نه ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ: کونړ کې یو دیرش زره ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې برخې پاتې شوي دي.
کونړ کې د واکسین د عامه پوهاوي برخې مسؤل ډاکټر اسدالله فضلي ویلي، په تېر کمپاین کې ترې ۳۱۰۰۰ ماشومان پاتې دي او که له یادې پروسې سره وسله ‌وال مخالفین خپل مخالفت ته همداسې دوام ورکړي، نو دغه شمېر زیاتیدای هم شي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ په یو شمېر سرحدي او لرې پرتو سیمو کې د فلج ضد واکسینو سره مخالفت موجود دی چې تېر کال هم په یاد ولایت کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د مالوماتو له مخې، سږ کال هم تر دې دمه یوه مثبته پېښه پیدا شوې.
بل پلو د ارزګان ترینکوټ اړوند نوجي سیمه کې هم د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د دغه ولایت د عامې ورغتیا ریاست وایي، نا امني لامل شوې چې د پولیو واکسین مخه ونیول شي او په وینا یې د روان میلادي کال له پیله تر دې مهاله ۳۴ نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوې دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments