کونړ: ماین پاکان خوشې شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کنر: په کونړ کې هغه کسان آزاد شول چې دوه اونۍ وړاندې تښتول شوي وو.
د ایریا په نوم د ماین پاکۍ موسسې دغه کارکوونکي د ماڼوګي ولسوالۍ په بارکنډۍ سیمه کې تښتول شوي وو.
د کونړ چارواکي وایي دغه کسان یي د قومي مشرانو په منځګړیتوب تېره ورځ نا وخته را آزاد کړي دي.
تازه افغان چارواکو څه ونه ویل چې دغه کسان کومې وسله والې ډلې تښتولي وو خو وړاندې یي ویلي و چې دغه کسان داعش تښتولي وو.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments