کونړ: د لشکر طیبه غړي وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کنر: د کونړ امینه قومانداني وایي چې په وټه پور ولسوالۍ کې د لشکرې طیبه شپږ غړي وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې شمشاد ته وویل چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په قورو سیمه کې هوایی برید کړی دی.
سرچینه وایي، په دغه برید کې د لشکر طیبه سیمه ییز قوماندان مارشال مشهور په چتي له خپلو پنځه غړو سره وژل شوي دي.
سرچینه وایي، په وژل شوو کې یو نورستانی او پاتې نور پاکستاني وګړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments