کونړ: درمل شته خو ناروغانو ته نه ورکول کیږي

comments 0

4 Views

هندوکش – کونړ: د کونړ په دولتي روغتون کې درمل شته خو ډاکټران یې ناروغانو ته نه ورکوي.
ناروغان په دولتي روغتون کې له ډاکټر سره تر لیدنې وروسته اړ دي چې بازار کې درمل واخلي.
ناروغان نه پوهیږي چې ډاکټران ولې ورته دولتي درمل نه ورکوي او بازار یې ورته لیکي، خو د ځینو ناروغانو پایوازان وایي، ډاکټران له بازاري درملتونونو سره شریک دي.
د کونړ د روغتون مشر هم مني چې پراخه درمل لري، خو دا چې ولې یې ناروغانو ته نه ورکوي، په دې تړاو څه نه وایي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments