کونړ: داعش او طالبان بیا یو بل وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ: د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښته کې د څلور پاکستانيانو په ګډون ۳۵ داعشیان او ۱۶ طالبان وژل شوي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ویلي، د کونړ دیوه ګل، کړنګل او د چپې درې ولسوالۍ اړوند اووه کلي طالبانو نیولي او داعش ډله یې ماته کړې ده.
مصمم ویلي، دوی ته په لاس ورغلي مالومات ښیي چې په دغه نښتو کې ۳۵ داعش او ۱۶ طالبان وژل شوي چې د چپې درې ولسوال خلیل الله خلیلي په وینا په داعش ډله کې ۴ پاکستانیان او ۴ ازبک جنګیالي هم شامل دي.
خلیلي ویلي، د دیوه ګل دره په اوس کې طالبانو له داعش ډلې پاکه کړې او هڅه کوي چې د چپې درې ولسوالۍ هم له داعشیانو پاکه شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments