کونړ: داعش او طالبانو نښته کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ: کنړ کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښتو کې تر دې دمه یوولس طالبان او اتلس داعش وسله و ال وژل شوي دي.
کنړ کې یوې امنیتي سرچېنې وویل، د ښکیلو لوریو ترمنځ دغه نښتې له تیرې ورځې راهېسې د پیچ درې کړنګل سیمه کې پیل شوي دي.
دې سیمه کې دواړه ډلې فعالیت کوي او د جګړو له کبله یې ځینې ځایي خلک هم بې ځایه شوي دي.
له بل لوري تیره شپه پاکستاني پوځيانو یو ځل بیا د کونړ په شلتن او مرورې ولسوالیو شپږ دیرش راکټونه ویشتي چې درویشت یې په شلتن او دیارلس په مرورې لګیدلي.
سرچېنه وايي،راکټونو په سیمه کې ویره خوره کړې خو د سرزیان یې نه دی اړولی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments