کونړ او زابل کې عملیات پيل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ: کونړ ځينو سیمو کې د طالبانو او داعش ترمنځ له نښتو سره یو ځای ملي دفاع وزارت عملیات پيل کړي چې په خبره یې له ځينو سیمو یې دا ډله تيښتې ته اړ کړې.
چپي دره کې طالب او داعش وسله وال په جګړه و چې د عملیات پرمهال مزار درې ته تښتیدلي دي.
د کونړ ځایي چارواکو مالومات ښيي چې تازه نښتو کې پنځه دیرش داعش او شپاړس طالب وسله وال وژل شوي دي.
له دې سهر یو ځای د زابل په شپږو ولسواليو کې تازه هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي دي.
هلته پوځي مسوولین وایي، عملیات یې د وسله والو د هغو پلانونو په غبرګون پیل کړي، چې غواړي د زابل یو شمېر ولسوالۍ سقوط کړي.
بل پلو د جګړې په کرښو کې سرتېري نیوکه کوي چې اکمالات پر وخت ورته نه رسېږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments