کونړکې د چارمغزو حاصلات سږ کال ۲۸۰۰ ټنو ته رسېدلي دي

comments 0

326 Views

هندوکش – کونړ: د کونړ د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د اته سلنه د چارمغزو د حاصلاتو زیاتېدو خبر ورکوي.
چارواکي وايي، سږ کال په کونړ کې ۲۸۰۰ ټنه چارمغز زیات شوي دي، حال دا چې تېر کال دا کچه ۲۵۰۰ ټنو ته رسېدله.
د مسؤلانو په وینا، د چارمغزو له درکه هر کال کونړ ته ۲۲۰ ملیونه افغانۍ عاید ځي او اوسمهال په کورنیو بازارونو کې د یو کېلو چارمغزو بیه ۳۰۰ افغانیو ته رسېږي.
کونړي چارمغزله ځانګړي نوم او شهرت څخه برخمن دي چې حتی لرګي یې هم په خاصو زینتي وسایلو کې کارول کېږي.
دمګړۍ د کونړ ۲۳۴ هکټاره ځمکه د چارمغزو په ونو پوښلې ده که چیرته د دي ونو څخه سمه پاملرنه وشي کال ته به دوه برابره حاصل ورکړي
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments