کومانډو ځواکونو د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړیدي

comments 0

3258 Views

هندوکش – هلمند: د ځانګړي ځواکونو د قول اردو اړوند د ۷ خنجر کنډک کومانډو ځواکونو مطبوعاتي دفتررسینو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي،چې ځواکونو یې د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ په کامران کلي کې شپني عملیات ترسره کړیدي.
د خبرپاڼه په حواله چې پدغو عملیاتو کې ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي،۲ بابه د وسله والو طالبانو ډيپو او قرارګاوي له منځه وړل شوي،۱۰۰ کیلوګرامه بارود،او ګڼ شمیر مهمات کومانډو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments