کورونا وېروس: سعودي عرب نن یکشنبه ګرځبندیز ختموي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ سعودي عربستان: دغه پرېکړه داسې حال کې کېږي چې په دغه هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
سعودي عرب چارواکي وايي، یکشنبه د کورونا وېروس مخنیوي لپاره لګول شوی ټولبندیز ختموي او اقتصادي فعالیتونه پیلوي.
دغه پرېکړه داسې حال کې کېږي چې په دغه هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
چارواکي وايي، هېواد ته پر ورتلونکو بهرنیو الوتنو د بندیز تر څنګ به له بهره هېواد ته پر ورتګ هم بندیز پر ځای وي او دغه راز به له ۵۰ ډېرو کسانو ته د یو ځای کېدو اجازه نه ورکول کېږي.
خو تر اوسه سعودي چارواکو پرېکړه نه ده کړې چې د حج مراسمو لپاره به له نورې نړۍ د مسلمانانو ورتګ ته اجازه ورکوي او که نه.
سعودي عربستان کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې د کورونا ۳۹۴۱ نوي ناروغان ثبت شوي دي.

په دغه هېواد کې د ثبت شویو کورونا ناروغانو شمېر ۱۵۴۲۳۳ تنو ته رسېدلی دی. د شنبې تر ورځې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله ۱۲۳۰ کسان مړه شوي دي.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments