کورونا وېروس: امریکا کې د مړو شمېر له ۵۰ زرو کسانو واوښت

comments 0

1 Views

هندوکش ــ امریکا: سپینه ماڼۍ وايي، د ولسمشر ټرمپ څرګندونې ‘په بې مسوولیته توګه’ خپرې شوې
د جان هاپکنز پوهنتون تازه معلوماتو له مخې د امریکا متحدو ایالتونو ایالتونو کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۵۰ زرو اوښتی دی.
دا تر اوسه د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله د بل هر هېواد پر تله د مړینې لوړه شمېره ده. تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې د همدې ناروغۍ تر کبله له ۳۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
په امریکا کې تر اوسه ۸۷۰۰۰۰ کسانو کې دغه وېروس تایید شوی، خو تر اوسه د کوویډ – ۱۹ له کبله ناروغو کسانو د مړینې تناسب د اروپا پرتله کم بلل کېږي. په اروپا کې د مړینې شمېر تر سلو زرو کسانو اوښتی دی.
بل لور ته په ټوله نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو ټولټال تایید شوی شمېر ۲۷ لکه کسانو ته رسېدلی دی او نژدې ۱۹۰ زره کسان له دې کبله مړه شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments