کورونا وېروس؛ د نړۍ وروستی حال

comments 0

1 Views

هندوکش ــ امریکا: د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له اتیا لکو یا اتو میلیونو او پنځلس زرو واوښت.
د شمېرو له مخې امریکا، برازیل، روس او هند د کورونا ځپلو په سر کې دي.
د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله په نړۍ کې څلور لکه ۳۶ زره ۳۱۹ کسان مړه شوي دي.
کورونا تر ټولو ډېره امریکا سخته ځپلې چې پکې دوه میلیونه یو لک او دیارلس نیم زره کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي.
په دغه هېواد کې له دې ناروغۍ یو لک ۱۶ زره ۱۲۲ کسان مړه شوي دي.
له امریکا وروسته برازیل دویم ځای لري چې اته لکه ۸۸ زره ۲۷۱ کسان یې کورونا وېروس نیولي او پکې نږدې ۴۴ زره کسان له دې وېروس مړه شوي دي.
روسیه کې هم پنځه لکه ۳۶ زره شاوخوا کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته او څه باندې اوه زره ترې مړه شوي دي.
کورونا وېروس د ۲۰۱۹ کال ډیسمبر کې د چین ووهان ښار کې پیدا او وروسته دغه هېواد او بیا نړۍ ته خپور شو.
چین وایي، دغه هېواد کې له کورونا ۴۶۳۴ کسان مړه شوي، خو د دې شمېرو په هکله شکونه هم شته.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments