کورونا ویروس د امریکا ټولو ایالتونو ته ورسېد او مړینې زیاتې شوې

comments 0

2 Views

هندوکش ــ امریکا: په لوېدیځه ویرجینیا کې د سې شنبې په ورځ د کورونا ویروس د لومړۍ پېښې ثبتېدو سره اوس دا وژونکی ویروس د امریکا ټولو ۵۰ ایالتونو ته ورسېد.
تراوسه امریکا کې له کورونا ویروس ۱۰۸ کسان مړه شوي او له شپږ زرو درې سوو ډېر یې نیولي دي.
په نړیواله کچه نږدې دوه لکه کسان کورونا شوي او له دې ویروس تر اتو زرو کسان مړه شوي دي.
ښاروال بېل ډي بلاسیو وايي، هغه په دوو ورځو کې پرېکړه کوي چې د ښار ۸،۵ میلیون وګړي په کور کې پاتې شي که نه.
په دا ډول ګام سره به خلک کورونو کې محدود پاتې شي یوازې د خوړو او درملو د اخیستلو یا له عامه ښکېلتیا پرته سپي ګرځولو او ورزش کولو ته وتلی شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس وايي، سپینه ماڼۍ ممکن له خپل پوځ وغواړي چې که ایالتي والیانو غوښتنه وکړه، نو د ویروس ګرمه ساحه کې ګرځند روغتونونه جوړ کړي.
هغه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د پوځ له انجینرانو ښايي وغوښتل شي چې ګرځند روغتونونه جوړ کړي یا هم د شته روغتونونو پراختیا کې همکاري وکړي.
د پنټګان مشر یا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د امریکا پوځ به د روغتیا څانګې ته پنځه میلیونه ماسکونه او تر دوو زرو هواکش برابر کړي.
د سې شنبې په ورځ فلوریډا له یوولسو هغو ایالتونو سره یو ځای شو چې بارونه او هوټلونه بندوي.
امریکا کې د اس سیالۍ په ګډون د لوبو اتلولۍ ځنډول شوې دي.
د امریکا ولسمشر چې نومبر کې بیا ټاکنو کې برخه اخلي، خبریالانو ته وویل چې ممکن دغه هېواد کې پر سفر بندیزونه ولګېږي.
د نوموړي ادارې د پنځوس میلیارد ډالرو په ګډون له یو تریلیون ډالرو ډېرې پیسې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره ځانګړې کړې دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments