کورنیو چارو وزارت کې د شهید ستر جنرال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د لېسانس دورې ۱۱ دورې فراغت غونډه جوړه شوه

comments 0

5207 Views

هندوکش ــ کابل: پرون له غرمې مخکې کورنیو چارو وزارت کې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د لېسانس دورې ۱۱ پېر ۴۵۵ فارغ شویو افسرانو غونډه د هېواد د جلالتمآب جمهور رییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان، د ملي امنیت شورا سلاکار، د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، مرستیال، معینانو، جنرالانو، منسوبینو او فارغ شویو افسرانو په ګډون ترسره شوه.
د هېواد جمهور رییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د لېسانس دورې ۱۱ پېر فراغت غونډې فارغینو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې ستاسې لاره پېچلې ده؛ خو پایله یې د افغانستان د خلکو د ارامۍ او هوساینې لامل شوې.
جلالتمآب جمهور رییس د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ته لارښونه وکړه، چې د ملي پولیسو په اډاڼه کې بهرنۍ لاسوهنې نوموړي ته د منلو وړ ندي او باید د مداخلو کچه صفر شي.
د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني د ملي پولیسو له کړنو او هڅو مننه او ستاینه وکړه او ویې ویل، چې زما او نورو امنیتي ځواکونو په ګډون د افغانستان ټول خلک له خپلو ملي پولیسو ملاتړ کوي او دوی دې په مېړانه خپلو دندو کې وځلېږي.
همداراز د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي له کورنیو چارو وزارت څخه د جلالتمآب جمهور رییس له پوره ملاتړه مننه او درناوی وکړ او ویې ویل، چې همدا ملاتړ د دې لامل شوی چې تر بل هر وخته زیات د ملي پولیسو د شهیدانو د وارثینو ستونزو او ستړیاوو ته پر وخت او سملاسي رسیدګي کېږي.
محمد مسعود اندرابي همداراز د هېواد جمهور رییس ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د لارښونو سره سم په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ بې وقفې دوام لري او تر دې دمه د دې اصلاحاتو په پایله کې د کورنیو چارو وزارت په کاري سیستمونو کې ګڼ شمېر پرمختګونه رامنځته شوي دي.
د غونډې په پای کې د ملي پولیسو اکاډمۍ د پنځه ګونو دیپارتمنتونو لومړۍ درجه کدري افسرانو ته د غازي میربچه خان دولتي مډال د ورکړې سربېره پاتې فارغین د فراغت سند په ورکړې ونازول شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments