کورنیو چارو وزارت: کندهار، فراه او لوګر کې پولیسو ته روغتیايي توکي ووېشل شول

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: د کندهار، فراه او لوګر ولایتونو د امنیه قومندانیو د روغتیايي مرکزونو له لوري د یادو ولایتونو د قطعو او جزوتامونو د ملي پولیسو منسوبینو ته لازم روغتیايي او عفوني ضد توکي ووېشل شول.
د کندهار، فراه او لوګر د امنیه قومندانیو روغتیايي ټیمونو له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ملي پولیسو ته لازمې لارښوونې وکړې او ویې ویل، چې کرویډ ۱۹ ویروس باید جدي وګڼل شي او له دې ویروس سره د مبارزې په برخه کې باید هېڅ ډول ناغېړي ونشي.
د هېواد د ولایتونو د امنیه قومندانیو په کچه له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې لازمې تابیاوې نیول شوې او د ملي پولیسو منسوبینو ته د بېړنیو روغتیايي توکو د وېشل لړۍ په چټکۍ سره په پر مخ روانه ده.
هېره دې نه وي چې تر وړاندې هم د کابل او کونړ ولایتونو برسېره په یو شمېر ولایتونو کې د ملي پولیسو قطعو او جزوتامونو کې د ملي پولیسو منسوبینو لپاره له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیايي توکو د وېش سربېره یو شمېر لازمې همکارۍ او لارښوونې شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments