کورنیو چارو وزارت: په زابل کې ۳۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

comments 0

61 Views

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، زابل کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ د دوه بېلو نښتو په ترڅ کې ۳۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره ورځ د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند په کاټلي مانده سیمه کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
همداراز تېره شپه د کلات ښار په سیدجان کلي کې ترهګرو طالبانو غوښتل چې د کاکړانو پر امنیتي پوسته برید وکړي، چې د چټک غبرګون له ځواکونو سره نښتي او په لړ کې یې اته ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments