کورنیو چارو وزارت: هلمند کې د یوه مهم قومندان په ګډون پنځه طالبان ووژل شول

comments 0

507 Views

هندوکش – هلمند: افغان ګډو ځواکونو د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په بازار سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قومندان نورالحدا په ګډون پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او د طالبانو د یوه بل قومندان بلال په ګډون درې نور ژوندي نیول شوي دي.
د افغان ګډو ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې یو عراده موټر سایکل، دوه پایې مخابرې او یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې په دې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments